Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
*د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه* | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

*د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته وشوه*

معينيت تعمير.jpeg

28 سنبله 1405

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د ګمرکونو لوی ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال دوولسمه اداري ناسته د یاد ریاست په مقام کې وشوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر آمرینو ګډون کړی وو، د مرکزي او ولایتي ادارو د شته ستونزو پر حلولو، د سوداګریزو او صنعتي شرکتونو پر غوښتنو او په ګمرکونو کې د دوی ستونزو ته د حل پر لارو چارو، سوداګرو ته د لا اسانتیاوو پر رامنځته کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو بحث او اړینې پرېکړې وشوې.
د یادونې ده، چې د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناستې د اړوندو برخو ترمنځ د ښې همغږۍ، ستونزو د حل، چارو ته د ښې رسېدنې او لا پرمختګ په موخه ترسره کېږي.