Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ابونصر فراهي په ګمرک کې د (۶۴) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بابه هنګرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ابونصر فراهي په ګمرک کې د (۶۴) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور بابه هنګرونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

معينيت تعمير.jpeg

28 سنبله 1405

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د (۶۴،۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د فراه ولایت د ابونصر فراهي په ګمرک کې د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په موخه څلور بابه هنګرونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل. 
یاد هنګرونه په معیاري ډول جوړ شوي دي، چې هر یو یې د (۸۰۰۰) مټریک ټنه توکو د زېرمه کولو وړتیا لري. په دې هنګرونو کې به یو شمېر هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي. 
د دې هنګرونو د جوړېدو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي میزانیې (بودیجې) څخه ورکول شوی او رغنیزې چارې یې هم د یوه افغاني شرکت له لوري تر سره شوي دي. 
د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت له لوري د هیواد د ګمرکونو د عصري کولو، د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او په هېواد کې د سوداګرۍ د لا ودې په موخه ګڼې ګمرکي پروژې پلي شوې او یو شمېر یې د پلي کېدو په حال کې دي.