د تورخم په ګمرک کې د قیمتي ډبرو له قاچاق څخه مخنیوی شو

00.jpg

18 میزان 1402

د تورخم ګمرک کارکوونکو تېره ورځ په یوې صادراتي محموله کې د (۲۲۱.۹۹) کیلو ګرامه (له بارجامې سره) بېلا بېل ډوله قیمتي ډبرو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
یادې ډبرې چې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوې وې او غوښتل یې چې په قاچاقي ډول یې پاکستان هیواد ته ولیږدوي. د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د یاد ګمرک کارکوونکو د بېلابیلو قاچاقي او ممنوعه توکو له وارداتو او صادراتو څخه مخنیوی کړې او عاملین یې اړونده ارګانونو ور پیژندلي دي.