د هلمند ګمرک د ګرځنده څارنې منسوبینو د بېلابیلو قاچاقي توکو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
16 میزان 1402
د هلمند ګمرک د ګرځنده څارنې زړورو منسوبینو تېره ورځ د نیمروز ولایت د ډک په سېمه کې په ۲۸ بار وړونکو موټرونو کې (۳۱۵۰۰) کیلو رُب، (۱۶۵۰۰) کیلو شیدې او (۱۶۶۰) کیلو چاکلیټ چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې له پاکستان څخه هیواد ته راوړي، ونیول.
یاد توکي به د نورو کړنو لپاره د نیمروز ګمرک ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی ریاست اوس مهال د هیواد په ټولو لارو سیارې ګزمې لري او چاته اجازه نه ورکوي چې ممنوعه او قاچاقي توکي هیواد ته وارد او یا صادر کړي.