د پکتیا او سپین بولدک په ګمرکونو کې د نویو انالوګ تلو د جوړیدو چارې پیل شوې

analog.jpg

15 میزان 1402

د ګمرکونو لوی ریاست د پکتیا او د کندهار ولایت د سپین بولدک په ګمرکونو کې د شاوخوا (6.2) میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو (۲) انالوګ تلو د جوړیدو چارې پیل کړې.
د یادو تلو په جوړیدو سره به له اضافه وزن څخه د مخنیوي تر څنګ د سوداګریزو توکو دقیق وزن معلوم او د عوایدو له ضایع کیدو څخه به مخنیوی وشي.
د یادو تلو اوږد والی ۱۸ متره او پلن والی یې ۳ متره دی، چې بودیجه یې د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کیږي، چې چارې به یې تر راتلوونکو دوو میاشتو پورې بشپړې شي.