د مالیې وزارت مقام له لوري د روان مالي کال د تعرفې کمېټې دوهمي ناستي پرېکړي منظور سوې

تعرفه.jpeg

15 میزان 1402

د تعرفې کمېټه، چي د روان کال د وږي میاشتي په (۲۹مه) نېټه جوړه سوه، پرېکړي ئې د تلي میاشتي په (۸ مه) نېټه د مالیې وزارت مقام له لوري منظور سوې، چي په لاندي ډول دي:
۱ – د درز لرونکو جستي اوسپنیزو نلونو وارداتي ګمرکي تعرفه له (۱۰) سلني څخه (۲۰) سلني ته لوړه سوه، چي د (تلي میاشتي له ۹ مي نېټې) څخه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۲-  د وارداتي بیټریو ګمرکي تعرفه له (۵ سلني څخه ۸ سلني) ته لوړه سوه، چي د (لړم میاشتي په ۹ مه نېټه) د هیواد په ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.
۳ – د وچو مېوو او کالیو لپاره چسپ لرونکي ښیښه‌یي (رڼې) پلاستیکي کڅوړي، چي پخوا په سایر کوډ کي د (۵۰) سلنه تعرفې په لرلو سره محصولېدلې اوس ورته ملي کوډ جوړ او د ګمرکي محصول لپاره (۲۵) سلنه تعرفه ورته وټاکل سوه، چي د (تلي میاشتي له ۹ مي نېټې) څخه د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ ده.