د کندهار ګمرک د ګرځنده څارنې منسوبینو د ٢٥ ټنه پاکستاني ګوړې له قاچاق څخه مخنیوی وکړ
15 میزان 1402
د کندهار ګمرک د ګرځنده څارنې منسوبینو تېره ورځ په یوه ټیلر موټر کې ٢٥ ټنه پاکستاني ګوړه، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول یې افغانستان ته راوړي، کشف او ونیوله .
نیول شوې ګوړه د نورو کړنو لپاره د کندهار ګمرک ته وسپارل شوه.