د اوسپنې کاروباریانو ته خبرتیا!

4.jpeg

13 میزان 1402

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د حکم پر اساس له هیواد څخه بهر د هر ډول اوسپنیزو تجهیزاتو او وسایلو لېږد منع سوی.
د ملي سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۰۱۲) ګڼي (۲۱/۶/۱۴۴۴) نېټې د حکم پر بنسټ ټولو امنیتي او دفاعي محترمو مسؤلینو ته دنده سپارل سوې، چي په هیواد کي د ملي سوداګرو او صنعت کارانو پوري اړوند د شخصي اموالو لېږد را لېږد د یوې سيمي څخه بلي سيمي ته، د کار او فعالیت د جواز او اصولي سندونو ته په کتو سره اجازه ورکړي.
د اموالو تصفیوي کمېسیون د هیواد دننه د توکو د انتقال د هر اړخیزي څېړني په موخه له ملي سوداګرو او صنعت کارانو څخه په درنښت غوښتنه کوي، چي لاندي موارد په جدي توګه په پام کي ونیسي.
۱ – ټول هغه توکي، چي د افغانستان قلمرو ته دننه انتقالېږي، باید د ګمرک محصولي اظهارنامه ولري.
۲ – ټول هغه کانټینرونه، چي د ځینو سوداګرو له لوري ټوټه یا د پرزې په ډول انتقالېږي، باید د یادو ټوټه او پرزه سوو کانټینرونو محصولي سندونه د ګمرک له لوري تائید او د انتقال اجازه لیک له ځان سره ولري.
د ذکر سوو مواردو څخه د سرغړوني په صورت کي له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کېږي.