د تورخم او د ننګرهار حصار شاهي په ګمرکونو کې د ساختماني چارو پرانېسته وشوه

افتتاح.jpg

12 میزان 1402

د تورخم او د ننګرهار حصار شاهي په ګمرکونو کې د څه باندې 11.5 میلیونه افغانیو په ارزښت د ساختماني چارو پرانېسته وشوه.
په دې پروژو کې د تورخم ګمرک د هنګرونو ترمیم، د حصار شاهي ګمرک د موټرو د تمځای لپاره د شل جریبه ځمکې د هموار کاري، د اوبو لویې ذخېرې، ۱۰ بابه تشنابونه او د اوداسه ځایونه شامل دي، چې په پلي کیدو سره به یې سوداګرو او موټر چلوونکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه تمویلیږي، چې چارې به یې د روان مالي کال تر پایه بشپړې شي.