د ننګرهار ګمرک د تشرېح برخې کارکوونکو په چاودېدونکو توکو کې کارېدونکي ثانیه سوز لاینونه نیولي دي.

LINE.jpeg

8 میزان 1402

د ننګرهار ګمرک د تشرېح برخې کارکوونکو (د مومند سرحدي شرکت اړوند په دوو سوداګریزو محمولو کې) په چاودېدونکو توکو کې کارېدونکي (۱۶۰) بستې ثانیه سوز لاینونه، چي مجموعي وزن یې (۶۰۹،۶) کيلو ګرامه کېږي، غوښتل یې چې له پاکستان څخه یې هیواد ته را وارد کړي، کشف او ونیول. په دې تړاو یو تورن کس هم نیول شوی دی. یاد مواد او تورن کس امنیتي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شول.