Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د هرات ګمرک کارکوونکو د قاچاقي درملو د واردولو مخه ونیوله! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د هرات ګمرک کارکوونکو د قاچاقي درملو د واردولو مخه ونیوله!

00.jpg

8 میزان 1402

 د هرات ولایت د ګمرک ریاست د تشرېح څانګې کارکوونکو د خپلو هلو ځلو په پایله کې د ټایرونو په یوه وارداتي محموله کې زیاته اندازه د ټیټ کیفیت ټابلیټونه، چې په غیر قانوني ډول هیواد ته واردېدل، کشف او ونیول.
د يادونې وړ ده، چې په تېرو دوو کلونو کې هيواد ته د بې کيفيته او ممنوعه درملو د واردولو د مخنيوي په موخه يو لړ اصلاحات او قوانين وضع شوي، چې له مخې یې واردوونکي شرکتونه بايد د عامې روغتيا وزارت او د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې جواز ولري.
دغه راز هغه درمل، چې په قانوني ډول هيواد ته واردېږي، د کیفیت له تجزیې او څېړلو وروسته د ګمرک له پروسې څخه تېرېږي او بیا بازار ته وړاندې کېږي.