Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ولایتي ګمرکونو د مالي، اداري او ترانزیټ برخې کارکوونکو ۱۸ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ولایتي ګمرکونو د مالي، اداري او ترانزیټ برخې کارکوونکو ۱۸ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

00.jpg

8 میزان 1402

د ولایتي ګمرکونو د مالي، اداري او ترانزیټ برخې کارکوونکو ته د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمي له لوري جوړ شوی ۱۸ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید.


د دې ورکشاپ د پای په مراسمو کې چې د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د دې ریاست د حقوقي چارو رئیس ګډون کړې وو، د ګمرکونو لوی رئیس په خپلو خبرو کې د ورکشاپ ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چې په دې ورکشاپ کې زده کړل شوي موضوعات له خپلو نورو همکارانو سره هم شریک کړئ. همدا رنګه نوموړي دوی ته د اسلامي اصولو سره سم د خپل صورت او سیرت د برابرولو، په صداقت او ایماندارۍ سره د اړوندو چارو تر سره کولو، وطن او نظام سره د وفادارئ او ځینو نورو برخو کې دوی ته لازمې سپارښتنې وکړې.


د غونډې په پای کې ښاغلي سعید د یاد ورکشاپ ګډونوالو ته د فراغت سندونه هم ورکړل.


د یادونې وړ ده، چې په دې روزنیز ورکشاپ کې د ولایتي ګمرکونو د مالي، اداري او ترانزیټ برخې ۵۴ کارکوونکو ګډون کړې وو، چې د نظري زده کړو تر څنګ عملي زده کړې هم ورکړل شوې.