د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې مسؤلینو د ایراني پلاستیکي کڅوړو د قاچاق څخه مخنیوی وکړ
6 میزان 1402
د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې مسؤلینو د دې ولایت د سر دشت په سيمه کې له یو کوچني بار وړونکي موټر څخه (٨۰) بوجۍ ایرانۍ پلاستیکي کڅوړې، چې څه باندې ۲۰۰۰ کیلو ګرامه وزن یې درلود، کشف او د قاچاق مخنیوی یې وکړ.
د اسلامي امارت د رهبرۍ پرېکړه دا ده، چې د کورني صنعت د ملاتړ او له ککړتیا څخه د چاپیریال ساتنې په موخه باید هیواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو د را واردولو مخه ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو د ګرځنده څارنې او امنیتي مسؤلین د غیري قانوني او په قاچاقي ډول د وارداتو او صادراتو څخه په کلکه مخنیوی کوي او هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چې ورته اعمال ترسره کړي.