د تعرفې کمېټې د روان مالي کال دویمه ناسته جوړه شوه

00.jpg

30 سنبله 1402

د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۲ مالي کال دویمه ناسته تېره ورځ د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې، چې د یادې کمېټې غړو ګډون کړې وو، په پیل کې د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د تعرفې کمېټې په ارزښت خبرې وکړې.
له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد د پولي ایتلین له ډولونو څخه د پلاستیکي کڅوړو، د تورو نلونو او د جستي رویې اوسپنیزو نلونو او بطریو د وارداتي تعرفو په اړه د سوداګرو او صنعتکاراتو غوښتنې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې او د لا ښه وضاحت په موخه یې د یادو شویو اقلامو د اوسنۍ تعرفې، په افغانستان کې د یادو اقلامو د تولیدي فابریکو د ظرفیت او د دې فابریکو له لوري د ورکړل شویو مالیاتو په اړه هر اړخیز معلومات هم وړاندې کړل.
د تعرفې کمېټې غړو د یادو اقلامو په تعرفې هر اړخیز بحث وکړ او له کورني تولید څخه د ملاتړ، سوداګرۍ او دولتي عوایدو د ودې اصل ته په کتو سره یي په اړه لازمې پریکړې وکړې.
همدارنګه په سوداګرۍ کې د اسانتیا لپاره په یاده کمېټه کې د یو شمېر اجناسو لپاره د تعرفې ملي کوډونو په جوړیدو هم پریکړه وشوه. 
د دې تر څنګ په دې کمېټه کې د رومي بادنجانو، پیازو، هندواڼو، خټکيو، کچالو او بادرنګو د موسمي جنترۍ وړاندیز شوي بدلونونه هم ومنل شول.