د ماليې وزارت د گمرکونو لوی ریاست خبرتیا!

پښتو اطلاعیه.jfif

27 سنبله 1402

د مالیې وزارت د گمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء عالي مقام د (۱۰۷۵) گڼي (۱۴۴۵-۲-۲۶) نېټې د حکم پر بنسټ، د هیواد په گمرکونو کي د یو شان اجراآتو او لا روڼتیا رامنځته کولو په موخه له دې وروسته د گمرکي ارزښت ټاکني (قیمت ګزارۍ) په برخه کي انوایس په نظر کي نه نیول کېږي. 
له دې وړاندي یوازي هغه توکي، چي د پاکستان د کراچي بندر څخه افغانستان ته راواردېدل، د گمرکي ارزښت ټاکني په برخه کي ئې انوایس په نظر کي نه نیول کېده او هغه توکي، چي له نورو هیوادونو څخه افغانستان ته را واردېدل، د گمرکي طی مراحلو پر مهال ئې محصول د ګمرکي ارزښت ټاکني د اصولو پر بنسټ د انوایس او یا هم د سیسټم له مخي محاسبه کېده، چي له دې سره به ئې یوه اندازه گمرکي محصول لوړېده او بیا به سوداگرو نه سوای کولای، چي په بازار کي سالم رقابت وکړي.
د رئیس الوزراء عالي مقام د یاد حکم په پلي کېدو سره به دغه ستونزه حل سي او په ټولو گمرکونو کي به د گمرکي ارزښت ټاکني په برخه کي يواځي د سیسټم قیمت په نظر کي ونیول سي. همدارنگه ټول سوداگر مکلف دي، چي د خپلو توکو د گمرکي طی مراحلو پر مهال د پخوا په څېر د خپلو توکو ټول بهرني سندونه له ځان سره ولري.
د یادوني وړ ده، چي د گمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کي دئ، تر څو د هیواد په ټولو گمرکونو کي د سوداگرو شته ستونزي حل کړي او هغه لاملونه، چي د ملي عوایدو د ضایع کېدو سبب کېږي، له منځه یوسي.