Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی رئیس د ننګرهار ګمرک له چارو څخه لیدنه وکړه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی رئیس د ننګرهار ګمرک له چارو څخه لیدنه وکړه

سفر.jpg

27 سنبله 1402

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید او د دې ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي نقیب الله عابد، تېره ورځ ننګرهار ولایت ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت د ګمرک د چارو د ارزونې تر څنګ له یو شمېر سوداګرو سره هم ولیدل.
د ګمرکونو لوی رئیس د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ خونې له مسؤلینو او یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې د سوداګرۍ په برخه کې د دوی شته ستونزې واوریدلی، نوموړي د دوی اکثره ستونزو ته رسیدنه وکړه او د پاتې نور ستونزو د  ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو.
همدارنګه یاد پلاوي تورخم ګمرک ته هم سفر وکړ او هلته یې د یاد ګمرک چارې له نږدې څخه و ارزولې او کارکونکي یې په اړوندو چارو کې لا ښه خدمت کولو ته وهڅول.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی رئیس بېلابیلو ګمرکونو ته سفرونه کوي، څو د ګمرکونو د ورځنیو چارو د ارزونې تر څنګ د سوداګرو ستونزې له نږدې واوري او ورته رسیدنه وکړي.