د ګمرکونو او عوایدو معین د پکتیکا له محصولي او سرحدي ګمرکونو څخه لیدنه وکړه

00.jpeg

26 سنبله 1402

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس چې په رسمي سفر پکتیکا ولایت ته تللی، تېره ورځ یې د یاد ولایت له محصولي او سرحدي ګمرکونو له چارو څخه لیدنه وکړه.
د ګمرکونو او عوایدو معین د یادو ګمرکونو له مسؤلینو سره په لیدنه کې په ورځنیو چارو د د دوی د ستونزو اوریدو تر څنګ سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې لازمې سپارښتنې هم ورکړې.