د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا

Pashto.jpeg

25 سنبله 1402

د ګمرکونو لوی ریاست ټولو هغو سوداګریزو شرکتونو ته، چې تر اوسه یې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره خپل رسمي استازي نه دي معرفي کړي، خبر ورکوي، چې ژر تر ژره خپل استازي د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لارې د ګمرکونو لوی ریاست او یا هم ولایتي ګمرکونو ته معرفي کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخکې ټول سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې په ګمرکونو کې خپل سوداګریز توکي د رسمي استازي له لوري طی مراحل کړي. همداشان د دې حکم له مخې یو کس کولی شي چې د درېیو شرکتونو استازیتوب وکړي.
یاد حکم اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د پلي کیدو وړ ده او د سوداګریز شرکت له رسمي استازي پرته بل چاته اجازه نه ورکول کیږي، چې ګمرکي طی مراحل تر سره کړي.
د یادونې وړ ده هغه سوداګریز شرکتونه چې تر اوسه یې خپل رسمي استازي نه دي معرفي کړي، خپل غوښتنلیکونه دې په مرکز او ولایتونو کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې ته وسپاري او یاده خونه د دوی غوښتنلیک د رسمي مکتوب له لارې د نورو اجرااتو لپاره د ګمرکونو لوی ریاست او یا هم ولایتي ګمرکونو ته استوي.