د ګمرکونو لوی ریاست د روان مالي کال په ۱۵مه اداري ناسته کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې
22 سنبله 1402
د ګمرکونو لوی ریاست د روان مالي کال ۱۵مه اداري ناسته نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو ګډون کړې وو.
له اجنډاء سره سم په دې ناسته کې د اړوندو ورځنیو چارو په لا ښه والي، د وارداتو، صادراتو او بهرني ترانزیت په برخه کې د سوداګرو په ستونزو او حل لارو، د سوداګریزو مالونو په ګمرکي طی مراحلو کې په لا روڼتیا او اسانه کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې.