د روان مالي کال د زمري په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو تخنیکي ارزونه وشوه

01.jpg

21 سنبله 1402

د روان مالي کال د زمري په میاشت کې د ګمرکونو د وضعیت ارزونې په موخه تخنیکي ناسته، نن د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو په ګډون د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په پیل کې د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي نقیب الله عابد ټولو ته د ښه راغلاست تر څنګ د غونډې اجنډاء بیان کړه او ور پسې د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري د زمري په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په دې موده کې د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.
د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او حمایوي مرستیال ښاغلي خانزاده عبدالله په ګمرکونو کې د اړوندو چارو د لا ښه والي، د کارکونکو د هڅونې، سوداګرو ته د لا اسانتیا د برابرولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې ورکړې.
همدا شان د غونډې ګډونوالو د د زمري میاشتې د راپور په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره یې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سلا مشورې ورکړې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبري له لوري د ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست په میاشتني، ربعوار او کلني ډول د ټولو ګمرکونو تخنیکي ارزونه کوي څو شته ستونزو ته پر خپل رسیدنه وشي.