Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه د پکتیا محصولي ګمرک د ډنډ پټان سرحدي ګمرک ته ولیږدول شو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

سوداګرو ته د لا اسانتیا رامنځته کولو په موخه د پکتیا محصولي ګمرک د ډنډ پټان سرحدي ګمرک ته ولیږدول شو

00.jpeg

21 سنبله 1402

د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ګمرکونو کې سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په لړ کې دا ځل د پکتیا محصولي ګمرک چې د دې ولایت په مرکز ګردیز کې موقعیت درلود، د ډنډ پټان سرحدي ګمرک ته انتقال کړ.
د یاد ګمرک د لیږدولو موخه د سوداګرو د وخت ضایع کیدو څخه مخنیوی، د صادراتي او وارداتي توکو په ګمرکي طی مراحلو کې اسانتیا رامنځته کول او د ګمرکي عوایدو له ضایع کیدو څخه مخنیوی دی.
همداشان د پکتیا محصولي ګمرک د سوداګریزو توکو د تشریح او نورو ګمرکي طی مراحلو لپاره کافي ځای نه درلود، چې د محصولي ګمرک په لیږد سره یاده ستونزه هم حل شوه.
له دې وړاندې سوداګر مکلف وو، چې د ډنډ پټان په سرحدي ګمرک کې د خپلو محصولي توکو لپاره د کورني ترانزیټ فورم (T1) واخلي او بیا نور ګمرکي طی مراحل د پکتیا په محصولي ګمرک کې تر سره کړي، چې له دې سره به د سوداګرو زیات وخت ضایع کیده. له دې وروسته به د سوداګریزو محمولو ټول طی مراحل په ډڼډ پټان ګمرک کې تر سره او محمولو ته د ترخیص اجازه ورکول کیږي.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست په پام کې لري، چې په راتلونکي کې امکاناتو ته په کتو سره ځینې نور محصولي ګمرکونه هم د هیواد سرحدونو ته ولیږدوي.