د ولایتي ګمرکونو د مالي او اداري برخې کارکونکو ته ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

00001.jpg

20 سنبله 1402

د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخې د ولایتي ګمرکونو د مالي، اداري او د ټرانزیټ برخې یو شمېر نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته نن ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د دې ورکشاپ په پرانیست غونډه کې د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ښاغلي نقیب الله عابد، د عوایدو لوی ریاستعملیاتي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج او د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رئیس ښاغلي موسی عمر ګډون کړې وو.
غونډه د قران العظیم شان په څو مبارکو ایتونو سره پیل شوه او ور پسې د عوایدو لوی ریاست عملیاتي مرستیال د ملي عوایدو د راټولیدو په برخه کې د مالي او اداري برخې په ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې. 
د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او دوی ته یې ډاډ ورکړل چې د دې ورکشاپ تر څنګ به د یادو دواړو برخو د مسلکي کارونکو له لوري تاسو ته د عملي زده کړو زمینه هم برابره شي او سپارښتنه ئي ورکړه چې خپلې ټولې هغه ستونزې چې په کاري ساحه کې ور سره مخ دي، په دې ورکشاپ کې دې ورته حل لارې پیدا کړي.
د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د ولایتي ګمرکونو د مالي او اداري برخې ۳۰ کارکوونکو او د ټرانزیټ برخې ۲۲ کارکوونکو ګډون کړې.