Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د کابل ګمرک لپاره نوی تخنیکي امر معرفي شو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د کابل ګمرک لپاره نوی تخنیکي امر معرفي شو

2.jpeg

7 سنبله 1402

ښاغلی نعمت الله همت چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منطورۍ د کابل ګمرک د تخنیکي امر په توګه ټاکل شوې، نن د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال ښاغلي نقیب الله عابد له لوري د یاد ګمرک کارکونکو ته ور وپیژندل شو.
په دې پیژندغونډه کې چې د کابل ګمرک رئیس او د یاد ګمرک یو شمېر کارکونکو ګډون کړې وو، د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال نوي ټاکل شوي امر ته په اړوندو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او د کابل ګمرک همکارانو ته یې سپارښتنه ورکړه چې له نوموړي سره په اړوندو چارو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی نعمت الله همت د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون غړی پاتې شوې او په تېرو دو کلونو کې یې په بېلابیلو ګمرکونو کې په بېلابیلو بستونو دندې تر سره کړې دي.