د ګمرکونو لوی ریاست د روان کال په ۱۳مه اداري ناسته کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې

1.jpeg

7 سنبله 1402

د ګمرکونو لوی ریاست د روان کال ۱۳مه اداري ناسته نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو ګډون کړې وو.
له اجنډاء سره سم په دې ناسته کې د اړوندو ورځنیو چارو په لا ښه والي، د وارداتو، صادراتو او بهرني ترانزیت په برخه کې د سوداګرو په ستونزو او حل لارو، د سوداګریزو مالونو په ګمرکي طی مراحلو کې په لا روڼتیا او اسانه کولو، په محصولي ګمرکونو کې د رسم ارضې په برخه کې په شته ستونزو او حل لارو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې ونیول شوې.