د کابل ګمرک په ګمرکي طی مراحلو کې اسانتیاوې رامنځته شوي دي

ګمرک کابل.jpeg

5 سنبله 1402

د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د هدایت له مخي د کابل په ګمرک کې په ګمرکي طی مراحلو کې د پخوا په پرتله ډیرې اسانتیاوې رامنځته شوي دي.
پخوا به سوداګریزو شرکتونو کابل ګمرک ته د خپلو محمولو د داخلیدو لپاره د ګمرک ریاست ته عریضه کوله چې طی مراحل یې زیات وخت ته اړتیا لرله، چې اوس مهال د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د هدایت له مخې سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د عریضې دغه پروسه له منځه یوړل شوه.
د دې ترڅنګ دا چې د هیواد تازه میوې او سبزي په کابل ګمرک کې هم طی مراحلیږي، د یادو توکو له خرابوالي څخه د مخنیوي او مارکیتونو ته په خپل وخت د رسیدو لپاره د کابل ګمرک کاري وخت دوه نیم ساعته زیات شوې او د یادو توکو د چټک طی مراحلو لپاره د بررسۍ او د میز کمک برخې دوه دوه یوزرونه هم زیات شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کې ده، څو د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د سوداګرو لپاره لا اسانتیاوې برابرې کړي او په دې برخه کې د دوی ټولې اصولي غوښتنې ومني.