د اندخوی او پکتیا ګمرکونو لپاره نوي سرپرست رئیسان معرفي شول

INTRODUCTION.jpeg

11 اسد 1402

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظوري ښاغلی مولوي عبدالله بلال د اندخوی ګمرک د سرپرست رئیس او ښاغلی مولوي فضل الحق منیب د پکتیا ګمرک د سرپرست رئیس په توګه ټاکل شوي، تېره ورځ په رسمي ډول د پکتیا ګمرک سرپرست رئیس د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي او حمایوي مرستیال ښاغلي خان زاده عبدالله او د اندخوی ګمرک سرپرست رئیس د ګمرکونو لوی ریاست د تنفیذ قانون رئیس ښاغلي قاري محمد ابراهیم خلیل له لوري د یادو ګمرکونو کارکونکو ته ور وپیژندل شول.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی مولوي عبدالله بلال له دې وړاندې د هرات ګمرک د رئیس او ښاغلی مولوي فضل الحق منیب د کابل ګمرک د رئیس په توګه دندې تر سره کولې.
همداشان د ګمرکونو لوی ریاست پخوانی عملیاتي مرستیال ښاغلی مولوي سیف الدین علمي د بلخ ګمرک د تخنیکي امر په توګه تېره ورځ په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.