د کابل نړیوال هوایې ډګر ګمرک لپاره نوی سرپرست رئیس معرفي شو

۱.JPG

10 اسد 1402

ښاغلی مولوي علي احمد منیب چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د کابل نړیوال هوایې ډګر د ګمرک ریاست د سرپرست رئیس په توګه ټاکل شوی، نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي عبدالمتین سعید له لوري د یاد ګمرک کارکونکو ته ور وپیژندل شو.
په دې پیژندغونډه چې د کابل نړیوال هوایې ډګر لوی رئیس ښاغلي مولوي عبدالهادي محمد او د ګمرک یو شمېر کارکونکو ګډون کړې وو، په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس د کابل نړیوال هوایې ډګر ګمرک د پخواني رئیس د تر سره شویو کړنو ستاینه وکړه او نوي سرپرست رئیس ته یې په اړوندو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
نوموړي د یاد ګمرک کارکونکو ته د اسلامي شریعت سره سم د سیرت او صورت د برابرولو، په اخلاص او ایماندارۍ سره د اړوندو چارو د تر سره کولو، د کارکونکو او اړوندو ادارو تر منځ د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو او ځینو نورو برخو کې لازمې سپارښتنې ورکړې.
ښاغلي سعید د کابل نړیوال هوایې ډګر ګمرک کارکونکو ته وویل چې د نوي ټاکل شوي رئیس پوره اطاعت وکړي او په چارو کې ورسره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د کابل نړیوال هوایې ډګر لوی رئیس نوي ټاکل شوي سرپرست رئیس ته د مبارکي تر څنګ د پخواني رئیس د تر سره شویو کړنو ستاینه وکړه او د کابل په نړیوال هوایې ډګر کې یې د شته اړوندو ادارو تر منځ د لا همغږۍ په رامنځته کیدو ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی منیب د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون په بېلابیلو برخو کې خدمت کړی او له دې وړاندې یې د بلخ ګمرک د تخنیکي امر په توګه یې دنده تر سره کوله.