د ګمرکونو لوی ریاست د بیې ایښودنې ریاست لپاره نوی سرپرست رئیس معرفي شو

Untitled.jpg

10 اسد 1402

ښاغلی عزیزالحق ادیب چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د ګمرکونو لوی ریاست د بیې ایښودنې ریاست د سرپرست رئیس په توګه ټاکل شوی، نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري د یاد ریاست کارکونکو ته ور وپیژندل شو.
په دې پیژندغونډه کې چې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر امرینو ګډون کړې وو، د ګمرکونو لوی رئیس په خپلو خبرو کې د بیې ایښودنې ریاست د ګمرکونو لوی ریاست له مهمو ریاستونو څخه یاد کړ او نوي سرپرست رئیس ته یې سپارښتنه وکړه چې ورسپارل شوې دنده په پوره امانداري او اخلاص سره تر سره کړي.
نوموړي د بیې ایښودنې ریاست کارکونکو ته هم سپارښتنه ورکړه چې له نوي ټاکل شوي سرپرست رئیس سره په اړوندو چارو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
ښاغلی ادیب له دې وړاندې د ننګرهار ګمرک د صادراتو او وارداتو د امر، د پکتیا ګمرک د عملیاتي امر او د تعرفې ریاست د تعرفې د تطبیق  او بررسۍ امر په توګه دندې تر سره کړي دي.
همداشان د شیرخان بندر پخوانی تخنیکي امر ښاغلی امین الله مجروح چې د تعرفې ریاست د تعرفې د تطبیق او بررسۍ امر په توګه ټاکل شوې نن د ګمرکونو لوی رئیس له لوري اړوندو کارکونکو ته ور وپیژندل شو.