د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې منسوبینو د انساني ویښتانو او مسو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ

00.jpg

9 اسد 1402

د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې منسوبینو د یو ۳۰۳ ډوله موټر څخه ۱۴۵ کیلو ګرامه انساني ویښتان او ۶۰ خادې مسو چې مجموعي وزن یې ۲۴۰۰ کیلو ګرامه کیږي، له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
یاد توکي چې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو او غوښتل یې چې پاکستان هیواد ته یې قاچاق کړي. همداشان یادو منسوبینو تېره ورځ په دوو باروړونکو موټرو کې ۱۱ کارتنه بېلابیل ډوله انساني درمل هم نیولي چې د نورو اجرااتو لپاره د نیمروز ګمرک ته لیږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې اوس مهال د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې ټیمونه د هیواد په کچه په ټولو لویو لارو کې فعالیت لري او چا ته اجازه نه ورکوي چې قاچاقي او ممنوعه توکي صادر او یا وارد کړي.