د تورخم په ګمرک کې جعلي ګمرکي پاڼې او ټاپې نیول شوي
7 اسد 1402
د تورخم ګمرک د مسافرینو مدیریت کارکونکو ۵۰۰ دانې جعلې ګمرکي پارچې، چې د صارداتي توکو لپاره جوړې شوې وې او درې جوړې شوې جعلي ګمرکي ټاپې کشف او ونیولې.
په دې تور درې کسان نیول شوي او د نورو څیړنو لپاره اړوندو امنیتي ارګانونو ته ور پیژندل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د تورخم ګمرک زړورو منسوبینو د بېلابیلو قاچاقي او ممنوعه توکو له وارداتو او صادراتو څخه مخنیوی کړې او عاملین یې اړوندو ارګانونو ته ورپیژندل شوي دي.