د بي اسنادو (یو کیلي) موټرو د طی مراحلو پروسې اړوند کارکونکو ته جوړ شوی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسید

1.jpg

5 اسد 1402

د ولایتي ګمرکونو د افغانستان لاس بي اسنادو (یو کیلي) موټرو د طی مراحلو پروسې اړوند کارکونکو ته جوړ شوی شپږ ورځنۍ روزنیز ورکشاپ نن پای ته ورسید.
په دې ورکشاپ کې یادو کارکونکو ته د بي اسنادو موټرو د ثبت او محصول د پروسې په اړه بشپړه روزنه ورکړل شوه، چې له دې سره به په ولایتونو کې یاده پروسه نوره هم چټکه شي.
د یادونې وړ ده چې په دې روزنیز ورکشاپ کې د ولایتي ګمرکونو ۲۷ اړوندو کارکونکو ګډون کړې وو، چې دوی ته د نظري روزنې تر څنګ عملي روزنه هم ورکړل شوه.