د ګمرکونو او عوایدو معین د کندهار له سرپرست والي سره وکتل

01.jpg

5 اسد 1402

 د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس او د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي عبدالمتین سعید کندهار ته په خپل رسمي سفر کې تېره ورځ د ولایت په مقام کې د کندهار له سرپرست والي ښاغلي حاجي ملاصاحب سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د کندهار ګمرک ریاست لپاره د نوي ټاکل شوي رئیس ترڅنګ د سوداګرو لپاره د اسانتیاو برابرولو او دغه راز د تازه مېوې د صادراتو په برخه کې هراړخیز بحث او خبرې وکړې. 
په پيل کي د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین د کندهار سرپرست والي ته د کندهار ګمرک ریاست لپاره نوی رئیس ورپېژانده، چې په خبره یې؛ د بلخ ولایت د ګمرک رئیس مولوي سفرمحمد سحر د کندهار ګمرک ریاست لپاره د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی. نوموړي وویل؛ چې موږ په همدې موخه کندهار ته سفر کړی، ترڅو نوی رئیس معرفي او دغه راز له سوداګرو او صنعت‌کارانو سره ووینو او د دوی ستونزې او غوښتني له نژدې واورو. ورپسې د ګمرکونو لوی رئیس وویل؛ په ګمرکونو کې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په پایله کې افغانستان تېر کال د مخکنیو کلونو په پرتله څو برابره ډېر صادرات او واردات لرل. نوموړي وویل چې سږ کال الحمدالله د تېر کال په پرتله د صادراتو او وارداتو په کچه کې زیاتوالی راغلی. ښاغلي سعید زیاته کړه چې سوداګرو او صنعت‌کارانو ته مو په ګمرکونو کي اسانتیاوي برابري کړي او لا هم شپه او ورځ په دې هڅو کې یو. د کندهار سرپرست والي دوی ته ښه راغلاست وویل او په خپلو خبرو کې یې سوداګر او صنعت‌کاران د هیواد سرمایه یاده کړه او نوي ټاکل شوي رئیس ته یې سپارښتنه وکړه، ترڅو سوداګرو او صنعت‌کارانو ته په ټولو ګمرکي چارو کې اسانتیاوي برابري کړي او پېښېدونکو ستونزو ته یې ژر او پر وخت رسېدنه وکړي او دغه راز یې ډاډ هم ورکړ، چې ولایتي اداره هر وخت ستاسې همکاره ده.