Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د هرات ولایت د ګمرک نوي رئیس رسماً په کار پیل وکړ | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د هرات ولایت د ګمرک نوي رئیس رسماً په کار پیل وکړ

2.jpg

3 اسد 1402

الحاج مولوي محمد حامد “احمد” د هرات ولایت د ګمرک د نوي رئیس په توګه تر ټاکل کېدو وروسته تېره ورځ د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس او د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج عبدالمتین سعید له لوري د یوې ناستې په لړ کې د یاد ګمرک مسئولینو ته ور وپېژندل شو.
په دې ناسته کې د ګمرکونو او عوایدو معین په ګمرکونو کې او د اسلامي امارت په اقتصادي کمېسیون کې د ښاغلي مولوي محمد حامد “احمد”  د ښو فعالیتونو او زیاتو لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه. د ګمرکونو لوی رئیس او د هرات ګمرک پخواني رئیس هم د نوموړي  له غوره کړنو او لیاقت څخه یادونه وکړه او په نوي مسؤلیت کې یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.
د یادوني وړ ده، چې ښاغلی مولوي محمد حامد “احمد” تر دې وړاندې د ننګرهار او کندهار ګمرکونو د رئیس په توګه دندې ترسره کړي دي.