د ولایتي ګمرکونو د بیې ایښودنې او تعرفې مدیرانو ته ۱۲ ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو

1.jpg

1 اسد 1402

د ولایتي ګمرکونو د بیې ایښودنې او تعرفې برخې مدیرانو ته نن د ګمرکونو او عوایدو په ملي اکاډمۍ کې ۱۲ ورځنۍ رونیز ورکشاپ پیل شو.
د دې ورکشاپ په پرانېست غونډه کې د ګمرکونو لوی ریاست د بیې ایښودنې رئیس ښاغلي نقیب الله عابد او د تعرفې رئیس ښاغلي عبدالرحمن وقاد ګډون کړې وو.
غونډه د قران العظیم شان په څو مبارکو ایتونو سره پیل شوه او ور پیسې د بیې ایښودنې رئیس په ګمرکونو کې د بیې ایښودنې د ارزښت بیانولو تر څنګ خوښي وښوده چې د ګمرکونو لوی ریاست په زیار د یادو برخو مدیرانو ته دا فرصت برابر شوی څو د بیې ایښودنې او تعرفې په برخه کې عملي او نظري روزنه تر لاسه کړي.
نوموړي د بیې ایښودنې او تعرفې مدیرانو ته سپارښتنه ورکړه چې خپلې ټولې هغه ستونزې چې په کاري ساحه کې ور سره مخ دي، په دې ورکشاپ کې دې ورته حل لارې پیدا کړي.
د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې رئیس هم په خپلو خبرو کې په سمه توګه د ملي عوایدو د راټولیدو په برخه کې د بیې ايښودنې او تعرفې په ارزښت ټینګار وکړ او دوی ته یې ډاډ ورکړل چې د دې ورکشاپ له لارې د عملي زده کړو تر څنګ به د یادو دواړو برخو د مسلکي کارونکو له لوري تاسو ته د عملي زده کړو زمینه هم برابره شي.
د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې د ولایتي ګمرکونو د بیې ایښودنې او تعرفې برخو شاوخوا ۴۰ مدیرانو ګډون کړې چې د یادو دواړو برخو د روزنې تر څنګ به د اړوندو تقنیني سندونو په اړه هم دوی بشپړ پوهاوی ورکړل شي.