Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ولایتي ګمرکونو د ګرځنده څارنې او نظارت برخې د مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واوریدل شوې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ولایتي ګمرکونو د ګرځنده څارنې او نظارت برخې د مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واوریدل شوې

WhatsApp Image 2023-07-17 at 4.20.20 PM.jpeg

26 سرطان 1402

د ولایتي ګمرکونو د ګرځنده څارنې او نظارت برخې له مسؤلینو سره ناسته نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
په دې ناسته چې د ګمرکونو تخنیکي او حمایوي مرستیال ښاغلي خانزاده عبدالله، د قانون تنفیذ رئیس ښاغلي قاري ابراهیم خلیل او د اړوندو برخو یو شمېر امرینو او کارکونکو ګډون کړې وو.
په پیل کې د قانون تنفیذ رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ناستې اجنډاء روښانه کړه او ورپسې د ګمرکونو لوی رئیس په دقیق ډول او ژر د سندونو د بررسۍ، په سمه توګه د سپارل شویو مسؤلیتونو د تر سره کولو، په جدي ډول د قاچاقي او ممنوعه توکو د مخنیوي، د کارونو د لا ښه والي لپاره د اړوندو برخو تر منځ د لازمې همغږۍ د رامنځته کیدو او ځینو نورو برخو کې د ولایتي ګمرکونو د ګرځنده څارنې او نظارت برخې د مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې ورکړې.
د ولایتي ګمرکونو د ګرځنده څارنې او نظارت برخې مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه او خپل وړاندیزونه یې د ګمرکونو لوی ریاست له رهبري سره شریک کړل. د ګمرکونو لوی ریاست د رهبري له لوري د دوی ستونزو ته د ژر رسیدنې ډاډ ورکړل شو.