د کابل نړیوال هوایي ډګر په ګمرک کې د حاجیانو لپاره اسانتیاوې برابرې شوي دي!

1.jpg

26 سرطان 1402

د کابل نړیوال هوايي ډګر د ګمرک ریاست د حاجیانو لپاره اسانتیاوي برابري کړي او تل هڅه کوي، چي رضایت لرونکي خدمتونه وړاندې کړي.
پرهمدې بنسټ سږ کال هم د کابل نړیوال هوایي ډګر د ګمرک ریاست له لوري د اړوندو ادارو سره په همغږۍ د حاجیانو لپاره (۲۴) ساعته خدمتونه ترسره کوي او د حاجیانو لپاره ئې د تګ او بيرته راتګ په برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د کابل نړیوال هوایي ډګر د ګمرک رئیس مولوي عبدالمنان(مخلص) وویل، چې د هوایي ډګر په کورني او بهرني ترمینلونو کې ئې د اکسري ماشینونو د شمېر پر زیاتولو سربېره د خدمتونو د چټکتیا او د وخت له ضایع کېدو څخه د مخنیوي په موخه د مسلکي پرسونل په شمېر کې هم زیاتوالی راوستی؛
تر څو د قدرمنو حاجیانو لپاره پر وخت غوره خدمتونه وړاندې کړي. ښاغلي مخلص زیاته کړه، چې له حاجیانو سره د وسایلو د انتقال لپاره ئې یو شمېر خدمتي کارکوونکي هم پر دندو ګمارلي؛ تر څو له حاجیانو سره د وسایلو د انتقال په برخه کې ځانګړې مرسته وکړي.د حج له سپیڅلي فریضې څخه
بيرته راستانه شوو حاجیانو د کابل هوايي ډګر په ګمرک کې د رامنځته شوو اسانتیاوو له کبله خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې ئې د مسؤلینو له صادقانه هڅو څخه مننه وکړه. د یادولو وړ ده، چي د هرات، مزارشریف او کندهار په هوایي ډګرونو کې هم، د حاجیانو لپاره ورته اسانتیاوې برابري شوي دي.