د کابل هوایي ډګر د ګمرک یو شمېر کارکونکو ته د سکرینینګ په برخه کي روزنه ورکول شوه
24 سرطان 1402
د کابل هوایي ډګر د ګمرک ریاست اړوند د مسافرینو عمومي مدیریت کارکوونکو ته د امنیت د سکرینینګ (د مسافرینو د وسایلو پلټني) په برخه کي روزنه ورکول شوه.
په دغه رونیز پروګرام کي د مسافرینو مدیریت اړوند ټول پرسونل ته د مجربو ټرینرانو له لوري په اړونده برخه کي، په عملي او مسلکي ډول روزنه ورکول شوه او د روزنیز پروګرام له پای ته رسېدو وروسته د یاد مدیریت روزل شویو کارکوونکو (د مسافرینو د وسایلو د پلټني) برخه کي په مسلکي ډول چارې پیل کړې، چې ورسره به په یاده برخه کي لا ډېر نظم او د مسافرینو لپاره اړیني اسانتیاوي رامنځته شي.
د یادوني وړ ده، چي د دغه روزنیز پروګرام ممتازو کارکوونکو ته د کابل هوایي ډګر د ګمرک رئیس ښاغلي مولوي عبدالمنان مخلص له لوري تصدیق پاڼي هم ورکول شوې.