د تورخم په ګمرک کې د ۱۶۷ کیلو ګرامه د مسو له قاچاق څخه مخنیوی وشو

مس.jpg

19 سرطان 1402

د تورخم ګمرک زړورو کارکونکو تېره ورځ په یوې خالي محموله کې ۱۶۷ کیلو ګرامه مس کشف او ونیول.
دا مس چې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوې وو او غوښتل یې پاکستان هیواد ته یې قاچاق کړي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ په هدایت له صنعتي فابریکو څخه د ملاتړ په موخه له هیواد څخه د هر ډول اوسپنو، المونیمو، مسو او داسې نورو فلزاتو چې په کورنیو فابریکو کې ترې کار اخیستل کیږي، صادرول یې په مطلق ډول بند دي.