Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
له دې وروسته په ګمرکونو کي د معارف اعانه په اظهارلیک کي اخیستل کېږي | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

له دې وروسته په ګمرکونو کي د معارف اعانه په اظهارلیک کي اخیستل کېږي

222.jpg

19 سرطان 1402

د ملي سوداګرو د غوښتني او د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د پرېکړي له مخي سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د ګمرکي پړاوونو د ساده کولو په موخه، له دې وروسته به د معارف اعانه په ګمرکي اظهار لیک کي اخیستل کېږي.
له دې وړاندي سوداګر مکلف وو، چي د معارف اعانې پیسې د لاسي تعرفې له لاري په فزیکي ډول اړوندو بانکونو کي تحویل کړي چي اوس مهال دا پروسه سیسټمي سوه، په اتومات ډول به ثبت او محاسبه کېږي.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست په دې هڅه کي دی، چي په هیواد کي د سوداګرۍ د لا پراختیا، د ګمرکي پړاوونو اسانه کولو او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د سوداګرو ټولې اصولي غوښتني ومني.