د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار ګمرک له چارو څخه د لیدنې تر څنګ له یو شمېر سوداګرو سره هم وکتل

Meeting photo.jpeg

17 جوزا 1402

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلی مفتي عبدالمتین سعید چې په رسمي سفر کندهار ولایت ته تللی، تېره ورځ یې د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره د لیدنې تر څنګ د کندهار محصولي ګمرک او سپین بولدک سرحدي ګمرک له چارو څخه هم لیدنه وکړه.
نوموړي د کندهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې په خونه کې له یو شمېر سوداګرو سره د لیدنې پر مهال د دوی ستونزې واوریدلی چې د ژر حل لپاره یې ډاډ ورکړل شو.
همداشان ښاغلي سعید د کندهار محصولي ګمرک او سپین بولدک سرحدي ګمرک له چارو څخه لیدنه وکړه او د چارو د لا ښه والي، سوداګرو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو او د دوی ستونزو د رسیدنې، ولس سره د ښه چلند، له ټاکل شوي وخت څخه د زیات خدمت کولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د یادو ګمرکونو مسؤلینو او کارکونکو ته لازمې سپارښتنې ورکړې.