د گمرکونو او عوایدو نوي ټاکل شوي معین د گمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو له مسؤلینو سره د پیژندنې ناسته وکړه

Untitled.jpg

16 جوزا 1402

د گمرکونو او عوایدو معین ښاغلي ملا عبدالقاهر ادریس تېره ورځ د گمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو له مسؤلینو سره د یاد معینیت د غونډو په تالار کې د پېژندنې ناسته وکړه.
غونډه د عظیم الشان قرآن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د گمرکونو او عوایدو معین ټولو گډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنگ د خپل نوي مسؤلیت کاري لومړیتوبونه بیان کړل.نوموړي په پوره اخلاص سره د مسؤلیتونو د اجراء، په رسمي چارو کې د مشرانو د اطاعت، د کاري مسؤلیتونو او صلاحیتونو، د ټولو اړوندو برخو تر منځ د پوره همغږۍ او همکارۍ، د باور فضا د رامنځ ته کولو، پر خپل وخت د مراجعینو ستونزو ته د رسېدنې او له دوی سره د ښه سلوک، په ادارې کې د مراتبو د سلسلې د مراعتولو او یو شمېر نورو برخو کې
د یادو دواړو لویو ریاستونو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
د عوایدو لوی رئیس او د گمرکونو عملیاتي مرستیال د نورو گډونوالو په استازیتوب نوي ټاکل شوي معین ته ډاډ ورکړ چې له نوموړي سره به په چارو کې د پوره همکارۍ تر څنگ ټولې یادې سپارښتنې عملي کوي.