د خوست په ګمرک کې ګمرکي اظهارلیک او د داخلي ترانزیټ سند سره ونښلول شول

279.jpg

15 جوزا 1402

د ګمرکونو لوی ریاست د ګمرکي پروسو د معیاري کولو په لړ کې په خوست ګمرک کې ګمرکي اظهارلیک او د داخلي ترانزیټ سند (T1 ) د اسیکوډا سیستم له لارې سره ونښلول.
له دې وروسته به هر یو ټي یو له اظهارلیک سره طی مراحل شي او تر څنګ به یې د ټي یو د معتبري پروسه هم سیستمي شي.
همداشان د دې پروسې په پلي کیدو سره د پخوا په پرتله په ګمرکي پروسو کې سوداګرو ته اسانتیا رامنځته او په ګمرکي طی مراحلو کې به روڼتیا زیاته شي.
د یادونې وړ ده چې په نږدې راتلونکې کې به یاده پروسه په پاتې نورو ګمرکونو کې هم پلي شي.