د سپین بولدک په ګمرک کي د لمریزي برېښنا پروژه ګټي اخیستني ته وسپارل سوه

22.jpg

15 جوزا 1402

د کندهار ولایت د سپین بولدک په سرحدي ګمرک کي د شاوخوا (۲۱) میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ او تېره ورځ د کندهار ګمرک رئیس مولوي محمد حامد احمد او یو شمېر نورو مسؤلینو له لوري ګټي اخیستني ته وسپارل سو. یاد سیسټم د (DC 180) کیلو واټه په وړتیا سره (AC150) کیلو واټه برېښنا تولیدوي.
یاد سیسټم د یو افغاني شرکت له لوري د څلورو میاشتو په موده کي جوړ سو، چي ټول تجهیزات ئې د شرکت له لوري دوه کاله ګرنټي لري. ‏ تر دې وړاندي په یاد ګمرک کي د جنراتور له برېښنا څخه ګټه اخیستل کېده، چي هره میاشت ئې شاوخوا (۵،۱) میلیونه افغانۍ لګښت درلود.
د لمریزي برېښنا د دې سیسټم په فعالېدو سره به د یاد ګمرک په ورځنیو چارو کي پر چټکتیا سربیره، د اضافي لګښتونو مخنیوی هم وسي.