د تورخم ګمرک منسوبینو د یو شمېر ممنوعه توکو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ

3333.jpg

14 جوزا 1402

د تورخم ګمرک زړورو منسوبینو نن د شوکاڼي (تالک ډبرې) په صادراتي محموله کې د ۱۰ ټنه میده شوي لیټیم ډبرې، له ډبرو څخه جوړو شویو مجسمو، ۱۹۵ کیلو ګرامه غنمو او له ډبرو څخه جوړ شویو تسبیحو له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
یاده صادراتي محموله چې د مطیع سمیع د استخراج شرکت اړوند وه او غوښتل یې چې یاد ممنوعه توکي پاکستان هیواد ته قاچاق کړي.
اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د ممنوعه او قاچاقي توکو څخه په کلکه څارنه کیږي او چاته اجازه نه ورکول کیږي چې یاد توکي له هیواد څخه صادر او یا وارد کړي.