په ګمرکونو کې د تر سره شوې سوداګرۍ او عوایدو راټولیدو اوونیز راپور (د وري له ۱۴ – ۱۹ مې ۱۴۰۰)

23 حمل 1400

د روان مالي کال د وري میاشتې له ۱۴ مې نه تر ۱۹ مې نېټې پورې د هیواد له ټولو ګمرکونو څخه یو میلیارده ۱۱۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
په همدې موده کې په یادو ګمرکونو کې د ۷ میلیارده ۷۰۶ میلیونه افغانیو په ارزښت واردات او د ۸۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات تر سره شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ګمرکونو لوی ریاست په پام کې لري چې له دې وروسته عواید او تر سره شویو وارداتو او صادراتو اوونیز راپور د ټولنیزو پاڼو له لارې هیوادوالو سره شریک کړي.