ماليې وزارت ته سرپرست وزیر او دوه معینان ور معرفي سول

Untitled.jpg

13 جوزا 1402

د چارو ادارې او لوړ پوړو امارتي مسؤلینو له لوري مالیې وزارت لپاره نوی سرپرست وزیر، د ګمرکونو او عوایدو معین او مالي چارو لپاره معین د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي معرفي سول.
د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث ملا هبة الله اخندزاده (حفظه الله) د فرمان پر بنسټ الحاج ملا محمد ناصر اخند د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مخکنی معین د دغه وزارت د سرپرست وزیر په توګه معرفي سو.
ملا عبدالقاهر ادریس، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معینیت مخکنی معین د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معینیت د سرپرست معین په توګه معرفي سو.
حاجي عبدالقدیر احمد، د افغانستان بانک دوهم مرستیال د مالیې وزارت د مالي چارو معینیت د معین په توګه د وزارت کارکوونکو ته ور معرفي سو.
د معرفۍ په مراسمو کي، د افغانستان بانک رئيس الحاج ملا هدایت الله بدري، د چارو ادارې د نظارت او پالیسۍ معین مولوي سیف الدین تائب، د مالیې وزارت اداري معین مولوي حمد الله زاهد، د مالیې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس انجینر سلطان محمد زبیر او نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.