کابل ګمرک لپاره نوی سرپرست رئیس وټاکل شو

1.jpg

11 جوزا 1402

د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ ښاغلی مولوي فضل الحق چې د ریاست الوزرا عالي مقام له لوري د نوموړي منظوري تر راتګ پورې د کابل ګمرک د سرپرست رئیس په توګه ټاکل شوې، نن د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید له لوري د یاد ګمرک کارکونکو ته ور وپیژندل شو.
په دې پیژندغونډه کې چې د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس، د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو او د کابل ګمرک یو شمېر کارکونکو ګډون کړې وو، د ګمرکونو لوی رئیس نوي ټاکل شوي رئیس ته د مبارکي تر څنګ په اړوندو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د کابل ګمرک کارکونکو ته یې سپارښتنه ورکړه چې له نوي ګمارل شوي رئیس سره په چارو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
نوموړي په ادارو کې د چارو د لا ښه والي لپاره تبدیلي یو اصل یاد کړ او وویل چې هیوادوالو ته باید په ادارو کې د ستونزو حلولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی مولوي فضل الحق د اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون غړی پاتې شوی او په ګمرکي چارو کې پوره کاري تجربه لري.