د اسلام قلعه ګمرک د فعالیت په تړاو د مالیې وزارت خبرتیا!

ځینو رسنیو ناسم راپورونه خپاره کړل، چي ګویا نن چهار شنبه (۱۴۰۲/۳/۱۰) د هرات ولایت د اسلام قلعه ګمرک فعالیتوته درېدلي دي؛ د مالیې وزارت په دې تړاو ناسم خپاره شوي راپورونه په کلکه ردوي او یادونه کوي،
چي د هرات اسلام قلعه ګمرک په نورمال ډول فعال دی او اړین خدمتونه وړاندې کوي. په پورتنی ويډیو کي د هرات ګمرک مسؤلین په دې تړاو لا ډیر وضاحت ورکوي.