د ګمرکونو لوی رئیس د کابل نړیوال هوایې ډکر ګمرک له چارو څخه لیدنه وکړه

44.jpg

10 جوزا 1402

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعيد چې د تعرفې او قیمت ګذارۍ رئیسانو یې هم ملتیا کوله تېره ورځ د کابل نړیوال هوایې ډکر ګمرک له چارو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د یاد ګمرک له څانګو څخه د لیدنې تر څنګ د اړوندو چارو د لا ښه والي لپاره اړوندو مسؤلینو او کارکونکو ته لازمې سپارښتنې او هدایات هم ورکړل.