د افغانستان لاس د بې اسنادو (یو کیلي) موټرو د ثبت او محصول پروسه په چټکۍ سره روانه ده!

9 جوزا 1402

د افغانستان لاس د بې اسنادو (یو کیلي) موټرو د ثبت او محصول پروسه چي د ا.ا.ا د کابینې له لوري د روان ۱۴۰۲ هـ.ل کال تر پایه تمدید سوې ده، پړاوونه یې د (کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندوز، خوست/پکتیا) په ګمرکونو کي په چټکۍ سره روانه ده.
د یادو وسایطو د پړاوونو په تر سره کولو کي د چټکتیا په موخه واحد کاري مرکزونه جوړ سوي، چي ټول پړاوونه یې د یو چتر لاندي تر سره کیږي.
د یو کیلي موټرو د ثبت او محصول په کړنلاره کي د خلکو اقتصادي حالات په پام کي نیول سوی او په داسي لارو چارو فکر سوی چي د بې اسنادو موټرو مالکین وکولای سي خپلو موټرو ته اسناد واخلي. د بې اسنادو موټرو په محصول کي په لویه سلنه تخفیف ورکړل سوی چي په لاندې ډول دی:
له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۰۰ ماډل موټرو ته ۶۰ سلنه تخفیف.
له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۰۹ ماډل موټرو ته ۵۰ سلنه تخفیف.
له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۲ ماډل موټرو ته ۲۵ سلنه تخفیف.
د افغانستان لاس بې اسناده موټرو له مالکینو څخه یو ځل بیا غوښتنه کېږي، چي له دې استثنایې فرصت څخه ګټه واخلي او خپلو موټرو ته قانوني سندونه جوړ کړي، د نه مراجعې په صورت کي یې د ټاکل سوي کمېټې له لوري په ښارونو، ترمینلونو، لویو لارو، هډو او واټونو کي فعالیت بند او وسایط یې درول کیږي بیا هیڅ د شکایت حق نلري.
د نورو معلوماتو لپاره کولای سئ له 221 شمېرې سره اړیکه ونیسئ.